سادات: که طالبان وغواړي د صلاح الدین تبادلې ته چمتو یو

د فاریاب والي وايي، که طالبان د یوشمېر اسیرو افغان سرتېرو په بدل کې د خپل یوه مهم قوماندان د خوشې کېدو غوښتنه وکړي نو دوی به په دې اړه له حکومت سره په ګډه غور وکړي.

له دې مخکې په ناتایید شویو راپورونو کې ویل شوي وو چې طالبانو د۱۳ اسیرو افغان سرتېرو په بدل کې د فاریاب لپاره د طالبانو د نومول شوي والي صلاح الدین د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو دا قوماندان څه وخت مخکې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوی و.

د فاریاب والي سید انور سادات وايي چې نوموړی اوس مهال مرکز ته لېږدول شوی.

ښاغلي سادات ازادي راډیو ته وویل، که طالبان غوښتنه وکړي نو دوی د صلاح الدین تبادلې ته چمتو دي:

"له موږ څخه رسماً غوښتنه نه ده شوې، خو که د طالبانو له خوا له موږ څخه دا غوښتنه وشي طبعاً موږ به غور پرې وکړو ځکه دا زموږ د۱۳سرتېرو د ژوند مساله ده."

د اسیرو سرتېرو کورنۍ او دوستان له نېږدې ۱۸ورځو راهیسې د کابل په شهرنو پارک کې په یوه خېمه کې د تحصن لپاره ناست دي او د خپلو عزیزانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

ښاغلی سادات وايي چې سیمه ییزې ادارې له قومي مشرانو څخه د دې سرتېرو د خوشې کولو لپاره مرسته غوښتې ده.

ده همداراز د اسیرو افغان سرتېرو د روغتیا ډاډ ورکړ.