"د غزني ۸ ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي"

د غزني امنيه قوماندان خبردارى ورکړ، که چېرې افغان دولت عاجل اقدامات ونه کړي، د دغه ولايت زياتې ولسوالۍ به د وسله والو طالبانو ته لاس ته ورشي.

د رسنيو د راپورونو له مخې امين الله امرخېل پرون وويل، د غزني اته ولسوالۍ د وسله والو لاس ته لوېدونکي دي، خو کافي امنيتي ځواکونه نه شته چې د سخت دريځو وسله والو د پرمختګ مخه ونيسي.

د غزني امنيه قوماندان دا هم وويل که چېرې حکومت دغه ولايت ته اضافي ځواکونه ونه لېږي، دى به له خپلې دندې استعفى ورکړي.

د افغان حکومت عالي رتبه چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.