ولسمشرمحمد اشرف غني وايي چې د بندونو په شمول به د ځینو بنسټیزو پروژو عملي کار پیل شي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر دغه څرګندونې تېر ماښام د ملي تدارکاتو د کمیسیون په غونډه کې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرغني مالیې وزارت ته دنده سپارلې چې د یادو پروژو د مالي سرچینو د برابرولو په برخه کې لازم اقدام وکړي.
خبرپاڼه وايي چې د ملي تدارکاتو کمیسیون دغه شان پرېکړه وکړه چې د مالي سرچینو د لټون ترڅنګ دې تدارکاتي بهیر هم پیل شي.