د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وايي، هیڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې د دغه وزارت د یوې بسوې ځمکې امر ورکړي.
محمد معصوم ستانکزي نن يوې خبري غونډې ته وویل چې د دفاع وزارت د ځمکو غصب په اصل کې د ملي اردو ځواکونو ته خیانت دی.
ښاغلي ستانکزی وویل چې د دفاع وزارت د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره به جدي اقدم وشي:
"زه د دفاع وزارت د یوې بسوې ځمکې امر چاته نه ورکوم او نه څوک حق لري چې امر ورکړي، دا په حقیقت کې ملي اردو او افغان پوځ سره لوی خیانت دی."
دا په داسې حال کې ده چې ډېری دولتي ځمکې په ځانګړي ډول د دفاع وزارت ځمکې او تاسیسات په تېرو څو کلونو کې د زورواکو له خوا غصب شوي دي.