جان کري د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې سره ګوري 

په پام کې ده د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري نن په پاريس کې له خپل فرانسوي، بريتانوي، ايټالوي او جرمني سيالانو دغه راز د اروپايي ټولنې د بهرني سياست له مشرې فیډريکا موګريني سره وګوري.

د دوى د خبرو د اجنډا په سر کې د ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د سولې هغه غير مستقيمې مذاکرې دي چې په پام کې سبا په جنيوا کې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د رژيم او د سوريې د اپوزيسيون ډلو د استازو ترمنځ پيل شي.

د مرکچيانو عالي کمېټې چې سعودي عربستان يې ملاتړ کوي او د سوريې د اپوزيسيون څو ډلې يې تر چتر لاندې راټولې دي- وويل، دوى په جنيوا کې په دغو خبرو کې برخه اخلي او د يوه داسې انتقالي حکومت غوښتنه به وکړي چې بشپړ اجرائيه صلاحيتونه ولري.

د اپوزيسيون مشر مرکچي محمد علوش پرون په جنيوا کې وويل چې انتقالي مرحله بايد د بشارلاسد له پرځولو يا هم مرګ سره سمه پيل شي.

علوش زياته کړه، انتقالي حکومت د رژيم په موجوديت کې يا تر هغو چې اسد په قدرت کې وي نه شي تشکيل کېدلاى.

د سوريې د بهرنيو چارو وزير وليد المعلم وويل چې د حکومت استازي به نن په دغو خبرو کې د برخې اخيستو لپاره جنيوا ته روان شي.