د عراق حکومت وايي، هغه ډله چې ځان ته اسلامي دولت وايي پرون شنبې کرکوک ښار ته نژدې کیمیايي حمله کړې ده.
دا په وروستیو څو ورځو کې دوهمه ورته حمله ده.
عراقي چارواکي وايي، زهرجن کیمیايي مواد پر (تازه) ښار استعمال شوي چې په نتیجه کې یې د داعش خلاف د یوه جنګېدونکي شیعه ملېشه درې کلنه لور مړه شوې ده.
دوی همدا راز وايي چې په برید کې د تازه ښار نژدې شپږ سوه نور اوسېدونکي ټپیان او په سلګونو نور تښتېدلي دي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي پرون ناوخته د تازه ښار له مشرانو سره په غونډه کې وویل چې دا حمله به بې ځوابه پرېنږدي او عاملان به یې درنه بیه پرې کړي.