د هلمند په خانشین کې د ماین چاودنې یو ماشوم وژلی

د هلمند ولایت د خان نشین ولسوالۍ په هدیرو سیمه کې تېرماښام د ماین په چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د دوو ماشومانو وضیعت د اندېښنې وړ دی.

ښاغلی ځواک وايي چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو له خوا د امنیتي ځواکونو د ګزمې موټر ته اېښودل شوی و خو شپانه ماشومان یې قرباني شول.

وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.