د ننګرهار د کامه ولسوالۍ ښوونکو له تېرو پينځو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی او په خبره يې دوی سره د ځمکو د ویش وعده شوې وه ولې عمل پرې نه دی شوی.
د دې ولسوالۍ د ښوونکو په استازولی استاد محمد ماهېرهمت وايي کومه ځمکه چې ښوونکو ته د ښارګوټي لپاره په نظر کې نیول شوې وه هغه غصب شوې ده او ولایتي اداره پرې غور نه کوي:
"د کامه ولسوالی معلمینو چې کوم کاری اعتصاب کړی دا د ځمکو د ویش په اړه دی په دې اړه ولسمشر فرمان صادر کړی چې ښوونکو ته دې یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شي اوس د معلمینو ښارګوټي ځمکه غاصبینو لاندې کړې ده او دا اعتصاب روان دی."
یو بل ښوونکی سرمعلم رحیم الله وايي، دوی خپله ستونزه ولایتي ادارې سره څو وارې شریکه کړې وه خو د دوی غږ څوک نه اوري.
دی وايي، د ښوونکو د ښارګوټي لپاره مناسبه ځمکه په قراردادونو ورکړل شوې ده:
"دغه ښارګوټی چې چارواکي موږ سره وعده کوي د جدي په شپږمه والی صیب او نور چارواکي راغلل موږ ته يي وویل چې په پنځلسو ورځو کې به تاسو ته د ځمکو ویش شروع کړو بیا هغوی لاړل او بې پروا شول دا ځمکه خلکو ته په قراردادونو ورکړل شوې دکانونو ته ورکړې ده نو دا خلک ټول په دې غصب کې ککړ دي."
بل خوا د ننګرهار ولایت ویاند عطالله خوګياڼۍ وايي ولایتي اداره هڅه کوي چې په ټولو ولسوالیو کې ښوونکو ته د ځمکو د ویش په اړه د ولسمشر فرمان عملي کړي.
دی وايي، کومه سیمه چې په کامه ولسوالۍ کې د ښوونکو ښارګوټي لپاره په نظر کې نیول شوې وه هغه د انجنيری له نظره مناسبه نه ده د سیند غاړه ده او دوی ورته یو بله بديله سيمه په نظر کې نيولې:
"کوم ځای چې دوی ته پخوا ټاکل شوی و چې دوی ته نمرې ورکړل شي د انجنيری له پلوه دا مناسبه نه ده ځکه د سیند غاړه ده دا ساحه په خطر کې ده ولایتي ادارې یو پلاوی استولی چې بله مناسبه ځمکه ورته وټاکي."
خوګياڼۍ وايي، د دې ستونزې د حل لپاره ولایتي ادارې یو هییت کامه ولسوالۍ ته استولی چې د ښوونکو کاري اعتصاب پای ته ورسوي او د اساسي ستونزې لپاره د حل لاره ولټوي.
د ویلو ده چې نه یوازې د کامه ولسوالۍ ښوونکي د ښارګوټو د غصب خبره کوي له دې وړاندې په ښېوې ولسوالۍ کې هم ورته ستونزه راولاړه شوې وه او د معارف کارکوونکو ښوونځيو ته د نه ورتګ اعتصاب کړی و.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری