د افغان حکومت اجراییه ریاست د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د چمتوالی هرکلی کوي وايي چې هیله من دوی نورې ډلې هم ورته دریځ خپل کړي.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"موږ ټولو ډلو ته د ګډون بلنه ورکړې ده، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند له خوا د خبرو لپاره د اماده ګۍ ښودل یو ښه ګام دی، پرمختګ په لور باندې یو ښه پیل دی، موږ هیله من یو چې نورې افغان ډلې به هم ورته اقدام وکړي."
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامي ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو دي.
ټاکل شوی وه چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د مارچ د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شي خو د ملامنصورپه مشرۍ د طالبانو د ډلې ترمخالفت وروسته دغه خبرې وځنډېدې.
پاکستاني چارواکي وايي چې ټاکل شوې دغه خبرې د مارچ د میاشتې ترپنځلسمې نېتې پورې ترسره شي.