راپورونه وايي، د شمالي کوريا يو اوبتل ورک شوى دى.
د امريکا د سمندري ځواکونو چارواکي فکر کوي چې دغه اوبتل ښايي ډوب شوى وي.
د امريکا CNN ټلويزيون پرون وويل، د امريکا استخباراتي چارواکي چې د شمالي کوريا ارتباطات څاري، ګومان کوي چې ښايي دغه اوبتل خپله لار ورکه کړې وي.
په همدې حال کې يوه انلاين خپرونه چې د امريکا له سمندري ځواکونو سره نژدې اړيکې لري، د دغو قواوو د ځينو چارواکو په حواله راپور ورکړى، چې ويلي يې دي ښايي دغه اوبتل ډوب شوى وي.
دغه خپرونه زياتوي، دا څرګنده نه ده چې دا بريدګر اوبتل دى که د بالسټيک توغنديو لېږدوونکى.
شمالي کوريا هڅه کوي دغو توغنديو ته انکشاف ورکړي.
وروسته له هغې چې شمالي کوريا په جنورۍ مياشت کې څلورمه اټمي ازموينه وکړه، په دې ټاپووزمه کې کړکېچ اوج ته ورسېد.