په سرپل کې ۱۱ملکیان د مخالفینو له منګلو خوشې شول

په سرپُل ولايت کې د پوليسو چارواکي وايي، يوولس ملکيان يې د قومي مشرانو په منځګړيتوب د وسله والو مخالفانو له منګولو خلاص کړل.

د سرپُل د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون امر سيد نقيب الله سادات پرون ازادي راډيو ته وويل، دغه ملکي کسان درې ورځې مخکې د صياد ولسوالۍ په قفلاتون سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

د سرپُل د امنيتي چارواکو په خبره څه موده مخکې هم د سرپل-بلخاب ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې وسله والو ١٧ تنه ملکيان تښتولي وو چې د ډېرو پيسو په بدل کې يې خوشې کړل.