د یونان په اوبو کې د ډوب شویو۲۰ افغانانو جنازې کابل ته انتقال شوې

د هغو۲۰ افغان کډوالو جنازې نن کابل ته انتقال شوې چې اروپا ته په لاره د یونان په اوبو کې ډوب شوي وو.

د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګرعمومي قوماندان جنرال حقنواز حقیار ازادي راډيو ته وویل چې په دغو کسانو کې اووه ماشومان اته ښځې او پنځه نارینه شامل دي:

"نن سهار لږ تر لږه۲۰ جنازې کابل ته راوړل شوې چې په دې جنازو کې د ۷ کورنیو وژل شوي غړي شامل وو."

ښاغلي حقنواز زیاته کړه چې د دغو کسانو جنازې خپلو کورنیو ته وسپارل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې د کډوالو له منلو انکار کړی او له ترکیې سره دې هوکړې ته رسېدلي چې په دغه هېواد کې کډوالو ته کمپونه جوړ کړي.