په سوریې کې د حکومت عمده مخالفي ډلې ویلي چې د مارچ په ۱۴مه به د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
تر دې څو ساعته وړاندې روسیې ویلي وو چې د سوریې رژیم په دې خبرو کې د ګډون پلان لري.
ریاض مېشتې ډلې چې د مذاکرو عالي کمېټه بلل کېږي او تر ډېره د سوریې د حکومت مخالفې ډلې په کې راټولې دي، د مارچ پر۱۱موافقه وکړه چې په ژنیو کې به د ملګرو ملتونو له خوا جوړېدونکو خبرو کې برخه واخلي.
دوی وایي د یوې داسي انتقالي ادارې پر رامنځته کېدو به بحث وکړي چې بشپړ اجرایي واک ولري.
سلیم المسلط چې ددې کمېټې ویاند دی، د جمعې په ورځ په ریاض کې رویترز خبري اژانس ته وویل:
"هغه ځای چې د سوریې سیاسي انتقال په کې پیلېږي ژنیو دی، هلته به د ولسمشر اسد پ رژیم فشار راوړل شي چې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته غاړه کېږدي."
دغه ډله په پرله پسې ډول ټینګار کوي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد به په راتلونکي حکومت کې ځای ونه لري، خو روسیه، ایران او د اسد د رژیم نور پلویان بیا وایي چې د نوموړي د برخلیک پرېکړه باید په انتخاباتو کې وشي.
د سولې خبرو ته د بیا ورګرځېدلو هڅې د هغه اوربند په نتیجه کې شوي چې دوې اوونۍ وړاندې د امریکا او روسیې په منځګړیتوب وشو او تر ډېره مراعات شوی هم دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې اوربند سره د سوریې په شخړو کې د پام وړ کموالی راغلی دی، خو د مارچ پر۱۱مه پرون یې خبرداری ورکړ چې د اسد رژیم لا اوس هم ځیني بریدونه کوي.
د سوریې په پنځه کلنه کورنۍ جګړه کې تر ۲۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي او میلیونونه نور بېځایه شوي دي.