د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري پرون په سعودي عربستان کې له پاچا سلمان او نورو چارواکو سره وکتل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، جان کري له سعودي چارواکو سره په دې خبرو کې په یمن او سوریه کې د شخړو د پای ته رسولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
رویټرز خبري اژانس څرګندوي، له سعودي چارواکو سره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له لیدنو وروسته ورته یو امریکايي چارواکي ویلي چې، جان کري په دې لیدنو کې وویل، نور د دې وخت رارسېدلي چې په یمن او سوریه کې کړکېچ پای ته ورسېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د سعودي له چارواکو سره د سوریې پر کړکېچ خبرې کوي چې ټاکل شوې روانه اوونۍ په جینوا کې د سوریې د سولې خبرې اترې پیل شي.