د پاکستان کرکټ ټيم په ۲۰ اوریز جام کې د ګډون په هدف هند ته ځي

پاکستان تېره ورځ پرېکړه وکړه چې په هند کې د کرکټ په نړیوال جام کې ګډون وکړي.

دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه چې کوربه هېواد، هند د پاکستاني لوبغاړو د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړ.

پاکستان د نړیوال جام په لومړۍ اوونۍ کې چې تېره شوه، هند ته د خپلو لوبغاړو سفر وځنډاوه او د هندي بنسټپالو د ګواښونو مساله یې راپورته کړه.

پاکستان ویلي و چې ښځینه او نارینه لوبغاړې یې یوازې هغه وخت هند ته تلی شي چې د هند حکومت د هغوی د امنیت ضمانت وکړي.