په پاکستان کې پر ماشومانو جنسي تېری جرم وبلل شو

د پاکستان مشرانو جرګې یو قانون تصویب کړ چې د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې له ماشومانو څخه ناوړه جنسي استفاده، د ماشومانو قاچاق او د هغوی د بربنډو تصویرونه خپرېدل، جرم ګڼل کېږي.

دا پرېکړه به وروسته تر دې د پاکستان د جزا د قانون برخه شي چې ولسمشر یې تایید کړي.

د قانون له مخې په جنسي تېري ښایي تورن اووه کاله بندی شي، خو پخوا جنسي تېری یو غیر قانوني حرکت پېژندل کېده.

پخوا د پاکستان په قانون کې د ماشومانو له لوڅو تصویرونو څخه د استفادې یادونه نه وه شوې او اوس دا هم تر اووه کاله بند او اووه زره ډالر جریمه لري.

نوي قانون د پاکستان دننه د ماشوم قاچاق جنایت بللی، پخوا یوازې له هېواده بهر ته د ماشوم قاچاق جرم و.