فرهاد: هڅه کوو په شینډنډ کې بېځایه شویو کورنیو ته مرستې ورسوو

د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، هڅه کوي هغو کورنیو ته بېړنۍ مرستې ورسوي چې د شینډنډ په ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو سیالو ډلو تر منځ د سختې جګړې له کبله له خپلو کورونو د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل، د جمعې په ورځ د کډوالو د ستونزو د لومړنیو اروزنو لپاره شینډنډ ولسوالۍ ته د سروې ډلې استول شوې دي.

د هرات د والي ویاند همدارنګه وویل چې افغان ګډو ځواکونو د جمعې د شپې راهیسې په شینډنډ کې عملیات هم کړي چې د نوموړې په وینا په ترڅ کې یې ۲۲ وسله وال مړه او ټپیان شوي دي.

که څه هم د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، اوس په سیمه کې جګړه پای ته رسېدلې خو د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو څخه د جلا شوې ډلې یولوړ پوړي غړي ملا عبدالمنان نیازي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی ملاتړي لا هم په ځینو سیمو کې له خپلو مخالفو وسله والو سره په جګړه کې ښکېل دي .

ښاغلي نیازي وویل چې سیال لورې یې پرې د هغو ځواکونو په مرسته برید کړی چې دده په وینا د هلمند له بهرامچې څخه افغانستان ته داخل شوې دي.