د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې پيل شوې ډله ييزه حمله پای ته ورسېده.
دغه بريدونه چې شاوخوا لسو بريدګرو په کې برخه درلوده، د چهارشنبې په سهار پيل شوي وو.
وروستى بريدکوونکى چې مقاومت يې کاوه، تېره شپه ووژل شو.
د هلمند د جګړو اوپراتيفي مشر عبدالجبار قهرمان وويل، چې وسله والو غوښتل د ګرشک ولسوالۍ لوى پُل هم ونړوي:
"دوى هڅه د دې لپاره کړې وه چې د دغو انتحاريانو په مرسته په امنيتي کمربندونو او نورو سيمو کې تحرکات ولري،دوى ان د ګرشک د لوى پله د نړولو پلان هم درلود."
د ښاغلي قهرمان په خبره په دې بريد کې يو د ملي اردو سرتېرى او څلور پوليس وژل شوي او ١٢ نور سرتېري ټپيان شوي دي.
قهرمان وايي، بريدکوونکي يوې څلور منزله شخصي ودانۍ ته ختلي وو او له هغه ځايه يې د ګرشک ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ، د ملي امنيت پر مديريت او د ولسوالۍ پر ودانۍ ډزې کولې، په سپکو او درنو وسلو سمبال وو.