د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو سلګونو اوسېدونکو د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کېدو په اړه جوړې شوې غونډې کې ګډون وکړ.
په دې مراسمو کې د ګڼ شمېر لوپوړو دولتي چارواکو تر څنګ یو شمېر افغان سیاسي مشرانو هم ګډون کړی دی.
ددغې ناستې ویناوالو د افغانانو ترمنځ پر یوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سولې ټینګښت د افغانانو د یوالي پرته امکان نه لري.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یادې غونډې ته د تلویزیوني وینا له لارې عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د شهید لقب ور کړ.