"تېر کال په ایران کې۹۶۶ زندانیان اعدام شوي"

د ایران لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي څېړونکي خپل یو وروستی راپور خپور کړی او په دې هېواد کې یې پر زندانیانو د اعدام د سزا په عملي کېدو کې د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.

احمد شهیدي په خپل راپور کې نه یوازې د اعدامونو بلکې په ایران کې د بشري حقونو د نورو سرغړاویو په اړه هم معلومات خپاره کړي دي.

د دې راپور د خپرېدو پر مهال ښاغلي شهیدي وویل:

"زما په وروستي راپور کې د بېلابېلو مسایلو په اړه معلومات ورکړل شوي دي، په دې کې د اعدام په سزا کې زیاتوالی شامل دی، په تېر کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۹۶۶ زندانیان اعدام شوي چې دا په تېرو دوو لسیزو کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره ده، همدارنګه د ښځو او نجونو په وړاندې د تبعیضي چلند په اړه هم په دې راپور کې معلومات راټول شوي دي."

شهیدي وویل، نړیوالو قوانینو د اعدام سزا ډېره محدوده کړې، خو په ایران کې د اعدامونه دا شمېر ټکان ورکونکی دی او لږ تر لږه په اعدام شویو کسانو کې ۷۳ کسان داسې هم و چې لا یې قانوني عمر نه و پوره کړی.

د ایران په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې ځانګړي څېړونکي ویلي، دا هېواد د اعدامونو ډېرې قضیې نه اعلانوي او پټې یې ساتي.

د نوموړي په وینا په ایران کې ډېر کسان د نشه موادو د قضیو په تړاو اعدام شوي دي.