په جنوبي وزیرستان کې ۸ پاکستاني کار کوونکي تښتول شوي

نامعلومو وسله والو تېره ماښام په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اته حکومتي کار کوونکي تښتولي دي.

دا کسان د اوبو د یو بند د څارنې لپاره روان وو چې پر موټر یې برید شوی.

سیمه ییزو پاکستانیو چارواکو ویلي چې پېښه د جنوبي وزیرستان په "توۍ خوله" سیمه چې د ډیورنډ کرښې ته نېږدې پرته ده رامنځ ته شوې ده.

په وزیر ستان کې یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي ظفرالاسلام ددې اتو کسانو د تښتول کېدو خبر تایید کړی دی.

یو بل پاکستاني چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د تښتول شویو کسانو د موندلو لټون پیل شوی دی.