راپورونه وايي چې د ترکیې او یونان ترمنځ سمندر کې پنځه نور افغانان چې یو شپږ میاشتنی ماشوم هم په کې وو ډوب شوي دي.
ددې پناه غوښتونکو کښتۍ د پنجشنبې په شپه اوبو کې ډوبه شوې وه او جسدونه یې پرون ترکي چارواکو له سمندر څخه را ایستلي.
ترکي چارواکي وايي، د کښتۍ نهه سپرلۍ ژغورل شوي دي.
د ژغورل شویو کسانو څخه یو یې وايي چې د شپې له خوا یې کښتۍ د سخت توفان له کبله ډوبه شوه.
دې ژغورل شوي کس په لامبو ځان د یو نان یو ټاپو پورې نېږدې کړی او هلته یوناني ساحلي ساتونکي له اوبو را ایستلی دی.