د امریکا حکومت دوه نور افغان وګړي د نړیوالو تروریستانو په هغه لیست کې ور زیات کړل چې پرې بندیزونه لګېدلي دي.
دا دواړه افغانان په کابل کې په بریدونو کې چې په یو کې یې امریکایان هم ووژل شول په لاس لرلو تورن دي.
عبدالله نوبهار او عبدالصبور هغه دوه افغانان دي چې د امریکا د بهرنیو چارو او همدارنګه د خزانې وزارتونو د نړیوالو بندیزونو په لیست کې شامل کړي.
له دې سره په امریکا کې د دوی پانګه کنګل کېږي او امریکایان نه شي کولی له دې کسانو سره راکړه ورکړه وکړي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۵ میلادي کال د فیبروري په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عبدالصبور د ځای په اړه د معلوماتو په بدل کې درې میلیونه او د نوبهار په اړه دوه میلیونه ډالره جایزې اعلان کړې وې.
ویل کېږي چې دا دوه کسان له اسلامي حزب سره تړاو لري او د چاودېدونکو موادو د جوړولو ماهران دي.