افغانستان د هندوستان په ناګپور ښار کې د کرکټ په نړيوالو ۲۰ اووريز سیالیو کې د پنجشنبې په ورځ هانګ کانګ ته په شپږو ويکټو ماتې ورکړه.
د هانګ کانګ د کرکټ ټيم کپتان د ټاس تر ګټلو وروسته د بېټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې افغانستان ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ١١٧ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له خوا محمد نبي د نورو په پرتله ښه بالېنګ وکړ او په څلورو اورونو کې يې د ٢٠ منډو په ورکولو د هانګ کانګ څلور لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان ټيم له خوا د لوبې پيل د تل په څېر نور علي ځدران او محمد شهزاد وکړ چې دواړه د هانګ کانګي بالرانو ښه مقابله وکړه او د لومړۍ ويکټې په شراکت کې يې٧٠ منډې جوړې کړې
د افغان ټيم له خوا محمد نبي شهزاد ٤١، نور علي ځدراڼ ٣٥، محمد نبي ١٧ او نجيب الله ځدراڼ هم ١٧منډې جوړې کړې.
محمد نبي د څلورو ويکټو د اخيستو او د ١٧ منډو د جوړولو له امله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
افغان لوبډله د نړیوال کپ په دې سياليو کې سکاټلنډ، زمبابوې او هانګ کانګ سره په (ب) ګروپ کې دی.
د افغانستان راتلونکې لوبه د روانې مياشت په ١٢ نېټه له زمبابوې سره ده چې ګټونګى به يې د نړېوال ۲۰ اوريز جام بلې مرحلې ته ووزي.