د افغانستان او چک جمهوریت ترمنځ د اړیکو انسټیټیوټ پرانیستل شو

د افغانستان او چک جمهوریت تر منځ د اړیکو انسټیټیوټ پرون په پراګ کې پرانیستل شو.

دا انسټیټیوټ د دواړو هېوادونو د پارلمانونو په نوښت د سیاسي، کلتوري، علمي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف رامنځ ته شوی دی.

ددې انسټیټیوټ مرستیال فرید یار د افغانستان او چک جمهوریت تر منځ د داسې یو انسټیټیوټ جوړېدل مهم وبلل:

"معمولاً د دوو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د ټینګښت لپاره د داسې مرکزونو موجودیت ضروري دی، دا اړیتا چکي لوري احساس کړې وه، په دې وروستیو کې افغانستان هم لیوالتیا وښوده او موږ وتوانېدو چې نن دا موسسه پرانیزو."

ددې انسټیټیوټ د پرانیستي په مراسمو کې د چک او منځنۍ اسیا د سوداګرۍ د خونو رییس جورج نیستاول، د پارلمان یو شمېر غړیو او یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټانو برخه اخیستې وه.