هرات: د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې تر ۲۰۰زيات کسان وژل شوي

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې دواړو لورو ته تر دوه سوه زيات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

په همدې حال کې د ملا محمد رسول د ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي وايي چې مخالف لورې ته یې درانه تلفات اړولي دي.

د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ د جګړې نن درېيمه ورځ ده. د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي: د دغو پېښو پر مهال دواړو لورو ته زيات تلفات اوښتي دي. ښاغلی فرهاد وايي: په دغه جګړه کې دوه سوه کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، په جګړه کې ښکېلو لورو يو شمېر ملکيان هم په ډزو وژلي او کورو ته يې اور اچولی دی:

"د شينډنډ په جګړه کې ښکېلو لورو په بشري او انساني جناياتو لاس پورې کړی دی. ملکي کسان هم په ډزو وژل شوي دي او ان د خلکو کورونه لوټ شوي دي او دواړو لورو ته سخت تلفات اوښتې دي. د همدغو راپورونو پر بنسټ شاوخوا د دواړو لورو دوه سوه کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي."

په همدې حال کې د ملامحمد رسول د ډلې ویاند ملاعبدالمنان نیازي ازادي راډيو وویل چې مخالف لورې ته یې درانه تلفات اړولي دي:

"په شينډنډ کې جنګ روان دی او د منصور کابينې او د خپلو بهرنيو حاميانو په واسطه يې هغه خلک چې د افغانانو د وينو تويوونکي دي، دا ټول په دې جګړه کې شامل دي. دا جګړه له درېیو ورځو راهيسي تراوسه روانه ده. په دې کې مو دوی ته ډېر قوي تلفات اړولي دي."

تراوسه د ملا اختر محمد منصور ډلې د دې جګړې په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک کړي.

په شینډنډ کې درې ورځې مخکې جګړې د برمکان په سیمه کې د ملا منصور او ملا رسول د وسله والو ترمنځ پیل شوې چې اوس د چهار قلعه او بخت اباد سیمو ته خپرې شوې دي.

د هرات ولايت د امنيتي شورا کمېټې مسئول ډاکټرمهدي حديد د وسله والو طالبانو ترمنځ د دغو نښتو په اړه وايي چې د ملا رسول د ډلې له قومندانانو څخه يو چې ننګيالی نوميږي، له خپلو شپېتو ملاتړیو سره له حکومت سره يو ځای شوي دي خو ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي:

"داسې راپورونه دي چې ګواکې ننګيالی دولت ته تسليم شوی دی. پرون د ملااختر منصور له قومندانانو څخه يوه ملا صمد کسانو په هغه ځای کې هلکان او ښځې وژلي دي چې دا په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د قوانينو خلاف کار دی. ويل کيږي چې حمله کوونکو مولونه وهلي وو."

حکومتي چارواکي وايي چې د دې پېښې د څېړلو په مقصد يې يو هيئت شين ډنډ ولسوالۍ ته لېږلی دی.

د يادونې وړده چې سیمې ته د خبريالانو د ورتګ اجازه نشته او دا تلفات د خپلواکو سرچينو له خوا نه دي تاييد شوي.