د امریکا په ختیځ پنسلوانیا ایالت کې په یوه وسله والو حمله کې ۵ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
پولیس وايي، دوو وسله والو کسانو پرون پیتسبورګ ښار ته نژدې په ویلکنسبورګ Wilkinsburg ښارګوټي کې د یو کور په انګړ کې پر روان محفل له سړکه ډزې وکړې او وتښتیدل.
پولیس وايي چې د دې کسانو د موندلو هڅه کوي.
په ویلکنسبورګ کې چې شاوخوا پنځلس زره اوسیدونکي یې یا بیوزلي او یا د منځنۍ طبقې دي د وسله والو حملو لړۍ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د وسلو د کنټرول مسئله راوپاروله.