احمد ضیا مسعود په دولتي ادارو کې د مخالفینو پر نفوذ اندیښنه څرګندوي

د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمد ضیا مسعود په دولتي ادارو کې د وسله والو مخالفینو له نفوذه اندیښنه څرګندوي.

ښاغلي مسعود چې نن یې د کندز د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمن سید خیلي د تلین مراسمو ته وینا کوله، دې موضوع ته داسي اشاره وکړه:

"تروریستان په واقعیت سره توانیدلي چې زموږ په ښارونو، ولسوالیو او حکومتي ادارو کې نفوذ وکړي."

نوموړی زیاتوي چې په کابل کې د طالبانو شبکې په نیمه رسمي بڼه فعالیت کوي او ان تر دې چې په ښونځیو او نورو مرکزونو کې ځانته جلب او جذب هم کوي.

له دې وړاندې پخواني جهادي مشرعبدالرب رسول سیاف هم ویلي و چې د وسله والو مخالفینو شبکې په کابل کې دننه فعالیت لري.