د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وايي چې هېواد به یې په هیڅ صورت د بالسټیک توغندېو پروګرام بند نه کړي.
جنرال امیرعلي حاجي زاده پرون شپه د ایران دولتي ټلویزیون ته وویل چې سپاه پاسداران د ایران د توغندېو د پروګرام په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک هیڅکله نه دی منلی.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې سپاه پاسداران پرون او وړمه ورځ د توغندېو یو شمېر ازموینې وکړې.
د راپورونو له مخې په پرونۍ ازموینه کې پر یوه توغندي لیکل شوي و، چې اسراییل باید محو شي.
متحدو ایالاتو ویلي چې د ایران د نوېو ازموینو په اړه به ډیر ژر ځوابي اقدامات وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون په دې اړه خبریالانو ته وویل:
"موږ ته نن د ایران له خوا د نورو میزایلونو د توغولو راپورونه د پخوانیو هغو په څیر رسیدلي دي. موږ هغو ته کتنه کوو او په دې اړه به یا له خپلې خوا په یو اړخیز ډول او یا د ملګروملتونو په چوکاټ کې مناسب ځوابي اقدام وکړو."
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر جنرال حاجي زاده وویل، قدر توغندي تر دوه زره کیلومتره پورې د واټن د ویشتلو لپاره جوړ شوي او کولای شي له یوه امن ځای څخه اسراییل په نښه کړي.