سکای نیوز ټلویزیوني چېنل د داعش په اړه ځیني اسناد ترلاسه کړي

سکای نیوز ټلویزیوني چینل وايي، داسې اسناد يې ترلاسه کړي چې د داعش ډلې د شاوخوا ۲۲ زره وسله والو نومونه، ادرسونه او د هغو خپلې او د کورنیو د غړو د ټلفون شمېرې په کې دي.

سکای نیوز وايي، دا اسناد د داعش یوه پخواني ناراضه غړي د دې ډلې د کورني امنیتي پولیس له مشره غلا کړي او بیا یې دې چینل ته سپارلي.

ویل کیږي دا معلومات د ابوحامد په نوم د هغه سړي په میموري سټیک یا د معلوماتو د زیرمې په وسیله کې موندل شوي دي چې مخکې د سوریې د ازاد پوځ له وسله والو سره و او وروسته بیا له دې ډلې څخه جلا او له داعش سره یوځای شو.

خبر زیاتوي چې په دې اسنادو کې د نړۍ د لږ تر لږه ۵۱هېوادونو د اتباعو په اړه معلومات شامل دي.

د سکای نیوز مسوولان وايي چې استخباراتي چارواکوته یې د معلوماتو د دې لویې زیرمې په اړه خبر ورکړی دی.

د بریتانیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه به دې اړه تبصره نه ده کړې.