د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معینیت وایي چې د لوړو زده کړو وزارت په مرسته یې په مرکز کابل او ولایتونو کې له یو شمېر پوهنتونونو او د لوړو زده کړو له خصوصي موسسو سره تړونونه لاسلیک کړي دي.
د دغو تړونونو له مخې به هغه ځوانان چې اقتصاد ستونزې لري په تخفیف سره دغه پوهنتونونو، یا د لوړو زده کړو موسسو ته معرفي کړي.
د ځوانانو چارو معین ډاکټرکمال سادات ازادي راډيو ته وویل چې دغه ځوانان د ځانګړو شرایطو له مخې پوهنتونونوته معرفي کیږي.
د موضوع په اړه زموږ همکارې نجیبې زمان د ښاغلي سادات سره مرکه کړې او په سر کې یې د دغه پروګرام په اړه جزییات ورڅخه غوښتي دي:
Your browser doesn’t support HTML5
له ډاکټر کمال سادات سره مرکه