عبدالله عبدالله: افغانستان ژغورنې ته اړتیا لري

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، افغانستان ژغورنې ته اړتیا لري او د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو جګړه مشروع ده.

ښاغلي عبدالله نن د کندز د پخواني امنیه قومندان عبدالرحمن سیدخیلي د پنځم تلین غونډې ته وویل چې که افغان ځواکونه یوه ورځ جګړه ودروي نو په افغانستان کې به حالات خراب شي:

"که یوه شېبه هم هغه کسان چې په سنګرونو کې د خلکو څخه دفاع کوي، خپله وسله پر ځمکه کښیږدي، نو د هېواد وضعیت به څرنګه شي. نو سولې ته رسیدل د قوي ارادې او صادقانه کوښښونه په معنی ده."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون رد کړی او یولامل یې د دوی پر وړاندې د افغان ځواکونو د جګړې تیزیدل ښودلی دی.