"د افغانستان جنوب ته د وارداتي بریښنا د مزي د غځولو کار به بشپړ شي"

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، تر راتلونکي یو نیم کاله به د افغانستان جنوب ته د وارداتي بریښنا د مزي د غځولو کار بشپړ شي.

د بریښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري ازادي راډيو ته وویل چې دغه مزي به د ۵۰۰ کیلو ولټه بریښنا د لیږد وړتیا ولري:

"دا بريښنا له شماله د سالنګ له لارې راځي کابل ته. په کابل کې په دوو برخو ویشل کیږي چې یوه برخه یې کندهار او بله یې هم د لوګر له لارې پکتیا ته رسیږي."

ښاغلی دلاوري وایي، دغه بریښنا له ګاونډي ترکمنستانه واردیږي.

افغانستان دا مهال له خپلو څلورو ګاونډيو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه بریښنا واردوي.