تمه ده چې د سوریې د سولې د خبرو دوهم دور د مارچ په څوارلسمه پيل شي.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي سټیفن ډي میسټورا تیره ورځ وویل، تر راتلونکې دوشنبې به د دې غونډې د جوړیدو تایید وکړو.
تمه ده چې دا خبرې د سوریې د راتلونکي حکومت، د ۱۸ میاشتو په ترڅ کې د انتخاباتو او د نوي اساسي قانون د جوړیدو پر موضوعاتو تمرکز وکړي.
تر اوسه نه د بشار الاسد رژیم او نه هم د سوریې د حکومت مخالفو ډلو په دې خبرو کې د ګډون اعلان کړی دی، خو د حکومت مخالفانو دومره ویلي دي چې د خبرو پیل د سیاسي واک د لیږد لپاره مثبت خبر دی.
د سوریې په شخړو کې چې پنځم کال یې دی، تر دوه نیم لکه ډیر کسان وژل شوي او په میلیونونو هم د خپلو کورنو پریښودو ته مجبوره شوي دي.