په کابل کې د جرمني سفیر د افغانستان د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره په اروپا کې د افغان کډوالو پر مسالې خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حنیف اتمر تیره ورځ د خپل کار په دفتر کې د جرمني له سفیر مارکس پوتسل سره وکتل.
په دې کتنه کې حنیف اتمر وویل چې هېواد یې ژمن دی چې له خپلو نړیوالو متحدانو سره په ځانګړې توګه له جرمني سره یو ځای پر داسې پروژو کار وکړي چې په نتیجه کې یې د مهاجرت امنیتي او اقتصادي عوامل له منځه ولاړ شي.
د جرمني سفیر پوتسل بیا ژمنه وکړه چې هېواد به یې له افغان دولت سره د اقتصادي ودې او د امنیت د تامین په پروژو کې همکاري وکړي څو د کډوالۍ عوامل له منځه ولاړ شي.
د جرمني سفیر په دې برخه کې نور توضیحات ورنه کړل.