د افغانستان او هند ترمنځ د پروژو تفاهملیکونه لاسلیک شول

د افغانستان او هند ترمنځ د ۹۲ انکشافي پروژو تفاهملیکونه لاسلیک شول.

د دغو پروژو د تفاهملیکونو د لاسلیک پرمهال تیره ورځ په کابل کې د هند سفیر ( من پيرد وهورا) وویل:

«وړې پراختیایي پروژې په چټک ډول د ټولنې لپاره د نتیجې او ګټې لپاره ډیزاین شوې دي، زه له ټولو پلي کوونکو ادارو غواړم چې خپله ټوله هڅه وکړي څو موږ په اغیزمنه توګه او لنډمهال کې دغه پروژې عملي کړو.»

په بېلابېلو برخو کې دا وړې پروژې به په هغو ولایتونو کې تطبیق شي چې په تېرو کلونو کې هلته لږ کارونه شوي دي.

د دې پروژو ارزښت نژدې شل میلیونه او پنځه لکه امریکایي ډالر اټکل شوی دی.