ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هانګ ملي ټیمونه نن په شل اووره نړېوال جام کې سره مخامخ شي.
دا لوبه به د کابل په وخت د ماښام شپږ نیمې بجې د هند په ناګپور ښار کې پیل شي.
افغانستان د نړېوال جام لوبو په ترڅ کې خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ له سکاټلنډه د ۱۴ منډو په توپير وګټله. په دې لوبه کې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي غوره لوبغاړی شو، له هانګ کانګ سره د نننۍ لوبې په اړه ده ازادي راډيو ته وویل:
«ان شاء اله لوبغاړي دې ته چمتو دي چې له هانګ کانګ نه لوبه وګټو. د سکاټلنډ له ماتې راوروسته زموږ لوبغاړي ډاډه شوي دي، خلک دې موږ له دعاوو نه هیروي.»
هانګ کانګ په دې نړېوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له زیمبابوې څخه بایللې ده. د شل اورونو په دې نړېوال جام کې تیره ورځ بنګله دیش هالنډ ته او عمان ایرلنډ ته ماتې ورکړه.