افغانستان پرون له سکاټلنډ نه د کرکټ شل اووره مسابقه د ١٤ منډو په توپير وګټله.
لوبه افغانستان پيل کړه، چې په ټولو شلو اوورونو کې ١٧٠ منډې وکړې او سکاټلنډ ته يې د ١٧١ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان په ټيم شهزاد محمدي د ٣٩ توپونو په مقابل کې ٦١ منډې وکړې او افغانستان يې د دغه هدف رسولو ته نژدې کړ.
شهزاد پرون د مسابقې غوره لوبغاړى شو. دغه مسابقې په هندوستان کې روانې دي.
په پام کې ده افغانستان له هانک کانګ سره سبا د کرکټ مسابقه ولري.
صالح محمد صالح په هند کې له شهزاد محمدي نه د مرکې په پيل کې پوښتنه وکړه، چې څه علت و، په پرونۍ مسابقه کې د نورو په پرتله په حوصله لوبه وکړي؟
Your browser doesn’t support HTML5