کندهار: د پولیسو د شکنجې خپره شوې ویډيو دوه کاله مخکې ثبت شوې

د کندهارامنیتي چارواکي وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو د شکنجې خپره شوې ویډيو دوه کاله مخکې ثبت شوې.

که څه هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې نن د کندهار امنیتي چارواکو ته د دغه پېښې د پلټنې او په پېښه کې د ښکیلو پولیس د نیول کیدو امر کړی.

خو د کندهار د پولیسو ویاند وايي چې دغه پېښه دوه کاله مخکې په میوند ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه او په پېښه کې تورن پولیس تر پېښې سمدستي وروسته نیول شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه خپره شوې ویډيو ښيي چې د میوند ولسوالۍ پولیس د طالبانو سره په همکارۍ د یو نیول شوي تورن کس لاسونه او پښې تړل شوي لومړی د پولیسو په موټر پسې تړل کیږي او وروسته سخت وهل کیږي.