امریکا پر لبنان د مرستو بندولو په اړه سعودي ته اندېښنه څرګنده کړه

د امریکا متحده ایالتونو د لبنان له پوځ سره د سعودي عربستان د مرستو د بندېدو په اړه خپله اندېښنه د سعودي له حکومت سره شریکه کړه.

سعودي عربستان تېره میاشت وویل چې د لبنان پوځ ته یې ۳ میلیارډ ډالره مرسته په دې خاطر ځنډولې چې لبنان په ایران کې د سعودي عربستان پر سفارت او کونسلګرۍ د جنورۍ د میاشتې حملې ونه غندلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي پرون وویل چې دوی د مرستو د بندولو د راپورونو په باب خپله اندېښنه سعودي چارواکو ته څرګنده کړې ده.

ده همداراز وویل چې د لبنان وسله وال پوځ او نورو مشروع دولتي ادارو ته مرسته د حزب الله او د هغه د بهرنیو ملاتړو د رول له کمولو سره د ملاتړ لپاره ضروري ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل چې امریکا به د لبنان له پوځ سره مرسته جاري وساتي.

کربي وویل چې میدان به حزب الله او د هغه ملاتړ ته پرېنږدي.