ایران دوه نور لېري واټن ویشتونکي توغندي و ازمویل

ایران دوه لېرې واټن ویشتونکي توغندي و ازمویل.

دا په دوو ورځو کې د ایران له لوري دوهمه ورته ازموینه ده.

ایراني رسنیو وویل، دوه قدر توغندي نن چهارشنبې د دغه هېواد له شماله وویشتل شول او ۱۴۰۰ کیلومتره لېري د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې ولګېدل.

د ایران فارس نیمه دولتي خبري اژانس وویل، پر توغندیو لیکل شوي،"اسراییل باید له منځه یووړل شي."

دا توغندي په داسي وخت کې ویشتل شوي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایدن د منځني ختیځ د سفر په لړ کې اسراییل ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له لوري پرونۍ توغندیزه ازموینه وغندله او ویې ویل چې دا مساله به د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مطرح کړي.