د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې خلکو ته د ښو روغتیایي خدماتو د رسولو لپاره به د شویو روغتیایي خدماتو ارقام، احصاییه او نتایج وڅېړي.
د دغه وزارت مرستیال احمد جان نعیم نن د روغتیا د کورنیو او بهرنیو متخصصینو یوې ناستې ته وویل چې له څېړنې وروسته به د دغو روغتیایي خدماتو له مخې نوي پروګرامونه ترتیب کړي.
نوموړي وویل چې د متخصصینو له نظریاتو څخه به د روغتیایي خدماتو د کمیت او کیفیت په لوړولو کې کار واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې خلکو ته د معیاري روغتیایي خدماتو د نه رسېدو له امله شکایتونه موجود وو.