حکومت خوار ایله د برق لویدلې ستنې ودرولې!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د پوډریانو د اتحادېو، انجمنونو، ټولنو او نورو پوډري خوځښتونو له خوا د "شیرچور" د سیمې د کوڅو د پخولو له خیر غوښتونکي اقدام نه خبروو چې پوه شئ پوډریان هم د څه کولو قصد او شوق لري!

پوډریان وايي چې د تير حکومت زمریانو د شیرچور دولتي ځمکه چور او بیا ډیر غټ، غټ کورونه د کرايو اخستلو لپاره پرې ودان کړل خو کوڅې ېې چې عام خلک پرې تیریږي هماغسې خامې پریښودې چې اوس ېې پوډریانو په خپلو امکاناتو د پخولو کار ته ملا تړلې ده!

ورپسې د "ولې؟... ځکه چې" تر سرلیک لاندې څو لنډې او خوږې جملې در اوروو چې د زړه زنګ مو لېرې شي!

لکه دا:

ولې حکومت د یو میلیون کورونو جوړولو وعده عملي نه کړه؟

ځکه چې حکومت خوار ایله د برق لویدلې ستنې ودرولې!

او په پای کې د پل خشتي د اش اعلان در اوروو:

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

Your browser doesn’t support HTML5

د ګوړې اچار