فلسطیني ملېشو د مارچ پر اتمه پر یوشمېر اسرایلیانو د ډزو او چړو د ګوزارونو په تړاو ځیني ویډیوګانې خپرې کړې.
په دې ويډیوکې په ساحلي ښار یافا کې د چړو هغه ګوزارونه هم ښودل شوي چې یو امریکایې سیلاني په کې وژل شوی دی.
دا بریدونه داسي مهال شوي چې همدې سیمې ته نېږدې د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن د اسرائیلو له پخواني ولسمشر شیمون پیریز سره د یافا ښار د سولي په اړه خبرې کولې.
د امریکایې سیلاني د هویت په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي.
برید کوونکی تر هغه وړاندې شپږ اسرایلیان ټپیان کړه او په خپله بیا وروسته د اسرائیلو د پوځیانو له خوا په ډزو ووژل شو.
د مارچ پر اتمه د ملکي وګړو او پولیسو په ګډون تر لسو ډېر اسرایلیان ددغه ډول بریدونو په نتیجه کې ووژل شوه.