د هلمند امنیتي مسوولان وایي چې په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته د اتو حمله کوونکو په وژل کېدو سره پای ته ورسیده.
د هلمند د والي ویاند محمد عمر ځواک ازادي راډيو ته وویل چې په دې څو ساعته نښته کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دا حمله نن سهار شپږ بجې پیل شوې وه او وسله والو له څلورو لورو پر ګرشک ولسوالۍ حمله کړې وه.
د دې پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی او په پېښه کې د ګڼو افغان سرتیرو د وژل کېدو ادعا کوي.
پخواني:
د هلمند امنېتي چارواکي وايي چې د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو مخالفینو په حمله کې درې تنه حمله کوونکي وژل شوي او درې نور لاهم د افغان ځواکونو په وړاندې مقاومت کوي.
د جنوب لوېدیځ زون اوپراتیفي قوماندان عبدالجبار قهرمان د پېښې په ځای کې ازادي راډیو ته وویل چې د یادې نښتې له امله تر دامهاله یوازې یو سیمه ییز پولیس وژل شوی دی.
نن سهار شپږ بجې وسله والو مخالفینو له څلورو اړخونو څخه د ګرشک ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړه.
په ورته وخت کې د هلمند والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په ګرشک ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه ده او تر دا مهاله درې پولیس ټپيان شوي دي.
ښاغلي ځواک زیاته کړه چې افغان ځواکونو له درېو اړخونو د وسله والو مخالفینو حمله محار کړې او دا مهال یو شمېر حمله کوونکو په یوه ودانۍ کې ځای نیولی او له هغه ځایه پر ولسوالۍ ډزې کوي.
خو ځینو سرچینو بیا د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې په دې حمله کې د ګرشک د سیمه ییزو پولیسو قوماندان عبدالرازق هم ټپي شوی او درې سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د هلمند ګرشک ولسوالي د کندهار ـ هرات د لوی لارې پر سر ددغه ولایت له ستراتیژیکو ولسوالیو څخه ده،ویل کې کېږي چې تر پېښې وروسته د کندهار ـ هرات لار هم د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده.
د حملې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخستی او افغان سرتېروته یې د مرګ ژوبلې اړولو اداعا کړې ده.