امریکا د ایران د بالسټیک توغندي ازمویلو په اړه څېړنه کوي

سپینه ماڼۍ وایي، د ایران له خوا د بالسټیک توغندیو د ازمویلو په اړه به څېړني وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډي ته وویل که څه هم دا کار د نړۍ له شپږو سترو قدرتونو سره د اټمي توافق څخه سرغړونه نه ده، خو دده په خبره لږترلږه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځانګړی پرېکړه لیک شته چې باید په دې برخه کې ځای شوی وای، خو دی زیاتوي چې اوس به پردې غور کېږي چې ایا په اوس وخت کې امنیت شورا ته د ایران د دغه د مطرح کولو اړتیا شته که څنګه:

"د ایران د بالسټیک توغندویو د پروګرام په اړه زموږ اوږدمهاله اندېښنه څرګنده ده، حتی د روان کال په لومړیو کې متحده ایالاتو د بالسټیک توغندویو له کبله پر ایران بندیزونه ولګول، خو موږ به دا ځانګړی اقدام ارزوو او وبه ګورو چې ددې ازموینې پر وړاندې مناسب ځواب څه دی."

ایران پرون وویل چې وسله والو ځواکونو یې د پوځي تمرینونو په ترڅ کې ډېر شمېر بالسټیک توغندي ازمویلې دي.