د پاکستان د یوه وژل شوي والي زوی چې نېږدې پنځه کاله د وسله والو ډلو له خوا تښتول شوی وو، پرون د پاکستان د استخباراتي ادارې د کارکوونکو له خوا وژغورل شو.
د حکومت یوه ویاند انورالحق کاکړ ویلي چې د پاکستان استخباراتو، د تروریزم ضد پولیسو او ملېشه ځواکونو په ګډه بلوچستان ایالت کوټې ښار ته نېږدې د عملیاتو پر مهال د وسله والو له منګلو خوشي کړ.
شهباز تاثیر چې د پنجاب د پخواني وژل شوي والي سلمان تاثیر زوی دی د ۲۰۱۱ میلادي کال په اګسټ کې د پلار تر وژل کېدو اته میاشتې وروسته وتښتول شو.
سلمان تاثیر په هغه هېواد کې د تکفیر د قانون د اصلاحاتو غوښتونکی وو.
نوموړی مقدساتو ته د سپکاوي په تور د خپل ساتونکي ممتاز قادري له خوا ووژل شو.
پخپله ممتاز قادري د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹ مه په راولپنډۍ کې اعدام شو چې د پاکستان په څو ښارونو کې د محافظه کاره اسلامپالو اعتراضونه یې راوپارول.