افغان کرکټ ټيم د نړیوال ۲۰ اوره جام لومړۍ لوبه وګټله

افغانستان پرون د۲۰ اوریزو لوبو په نړیوال جام کې خپله لومړۍ مسابقه چې دسکاټلند په وړاندې وه د۱۴ رنزونو په تفاوت وګټله.

ټاس یا پچه دافغانستان ټیم وګټله او توپ وهنه یا بیټنګ یې غوره کړ.

د افغانستان ټیم په۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۰ رنزونه وکړل.

د سکاټلنډ تیم په داسې حال کې چې پنځه لوبغاړي یې وسوځېدل په۲۰ اورونو کې یې یواځې ۱۵۶ رنزونه جوړکړل.

د افغانستان د ټیم اوپنر شهزاد محمدي او کپتان اصغر ستانکزي هر یوه پنځوس پنځوس منډې وکړې اودغه راز په توپ غورځوونکو کې راشد خان ښه وځلېد.

دافغانستان ټیم ددغو مسابقو په ترځ کې سبا پنجشنبې د هانګ کانګ سره لوبه کوي.