"د سولې خبرې باید د دیني عالمانو په منځګړیتوب تر سره شي"

د یو شمېر جنوبي ولایتونو دیني عالمان د سولې عالي شورا له ادرسه له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو بریالیتوب ناممکن بولي.

دغه دیني عالمان چې د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو څخه پرون په کندهار کې راټول شوي و له افغان حکومت څخه وغوښتل چې دا خبري دې د دیني عالمانو په منځګړیتوب او د ګاونډیو هېوادونو په ریښتنې همکارۍ سره ترسره کړي.

یوه دیني عالم په دې غونډه کې د سولې عالي شورا کمزوري په دې کې وښوده چې دده په خبره رهبري یې په کلونه کلونه په جګړو کې ښکېل وه:

"د سولې په شورا کې دا څو کاله کېږي داسي کسان په رهبرۍ کې راغلي چې کلونه کلونه له مقابل لوري سره په جګړه کې پاته شوي دي."

طالبانو په یوې وروستۍ خبرپاڼې کې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ او یو وار بیا یې د خبرو اترو د پیل لپاره پر خپلو پخوانیو شرطونو ټینګار وکړ.

دا څرګندونې داسي مهال شوي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې کابل د اسلامي نړۍ د عالمانو د غونډې کوربه وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د علماوو دا کنفرانس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره ګټور بولي.