په اروپا کې د غیرقانوني کډوالو د بحران د حل لپاره د اروپايي ټولنې او ترکیې پر پلان انتقادونه او اندېښنې د زیاتېدو په حال کې دي.
په پلان کې له اروپايي اتحادیې ترکیې ته د کډوالو ستنول هم شامل دي.
د ملګروملتونو د کډوالو نړیواله ادارې یو. ان. اچ. سي. ار ویلي چې نړیوال قوانین په ډله ییزه توګه د بهرنیانو بېرته ایستل، منع کوي.
د ترکیې صدراعظم احمد داود اغلو په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې له مشرانو سره ترغونډې وروسته، نن خبریالانو ته وویل:
"موږ له هرې انګېرنې پرته، د غیرقانوني کډوالو او له اسنادو پرته د راغلو کډوالو په اړه څرګنده پرېکړه وکړه. موږ به هغوی په دې اساس منو چې د سوریې د هر وګړي په بدل کې به چې د یونان له جزیرو بېرته را استول کېږي، د سوریې یو کډوال له قانوني لارو په اروپا کې ځای پر ځای کوو."
د ملګرو ملتونو د کډوالو د نړیوالې ادارې مشر ویلي چې ترکیې د اروپايي اتحادیې په پرتله زیاتو کډوالو ته ځای ورکړی دی.